امنیت

د فارياب والي: له جېل څخه آزاد شوي طالبان د جګړې ډګر ته ستانه شوي دي

۳۶- کابل / د مرغومي ٧ مه / باختر
د فارياب والي نقيب الله فايق وايي چې ۷۰ سلنه وسله وال طالبان چې د حکومت له جېلونو څخه آزاد شوي دي؛ بېرته د جګړي ډګرونو ته ستانه شوي دي.
د فارياب والي رسنيو ته ويلي دي چې د فاريابي طالبانو لومړنى بندي چې د دوحې موافقه ليک له مخې له جېل څخه آزاد شوى و، يوه مياشت مخکې د دغه ولايت په قيصار ولسوالۍ کې د افغان هوايي ځواکونو په بريد کې ووژل شو.
فايق وايي: قاري جمال الدين ژمنه کړې وه چې د سولې د ټينګښت لپاره به هلې ځلې وکړي او بيا هېڅګله د جګړې ډګر ته نه ځي.
هغه زياته کړه چې قاري جمال الدين د بادغيس په غورماچ ولسوالۍ کې له بهرنيو ځواکونو سره د جګړې په بهير کې نيول شوى و او ١٤کاله بندي و. هغه چې په ٢٠ کاله بند محکوم شوى و، د دوحې موافقه ليک له مخې له جېل څخه آزاد شوى و.
فايق زياته کړه: په فارياب کې د طالبانو ۵۹ تنه بنديان له جېل څخه آزاد شوي وو، خو څېړنو ښودلې ده چې ۷۰ سلنه آزاد شوي طالبان بېرته د جګړو په ډګرونو کې ليدل شوي دي.
له دې وړاندې د کورنيو چارو وزارت هم اعلام کړى و چې له جېل څخه د څه دپاسه ۵۰۰ آزاد شوي طالبان د جګړو ډګرونو ته ستانه شوي دي.
پاى \ج\ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا