خبرونهامنیت

د فراه امنيتي حالت ښه شوى دى

۳۹- کابل / د لیندۍ ۲۳ مه / باختر
د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند محب الله محب د باختر آژانس له سيمه یيز خبريال سره په مرکه کې وويل چې د فراه امنيتي حالت د تېرو شپږو مياشتو په پرتله ښه شوى دى او په دغه ولايت کې امنيتي اودفاعي ځواکونه په ښه مورال او روحيې سره د دښمنانو په وړاندې جنګېږي.
محب زياته کړه چې د فراه امنيتي او دفاعي ځواکونه په وروستيو شپږومياشتو کې د ډار اچوونکو، وسله والو غلاوو او نورو جرمي برخو په وړاندې مبارزه کې ښه برياليتوبونه ترلاسه کړي دي.
د هغه د څرګندونو له مخې؛ په دې موده کې ۲۰ تنه د ډار اچونې په تور نيول شوي دي او لسګونه کيلوګرامه نشه يي توکي، يو مازدا موټر، يوه تومانچه له چاودېدونکي توکو ډک، د بخارڅلور دېګونه او دوه موټرسايکلونه د پوځيانو لاس ته ورغلي دي.
دغه راز د فراه په ښار او د ښار په شاوخوا سيمو کې ٦٥ماينونه کشف او شنډ کړاى شوي دي.
د دغه ولايت د پوځي شورا مشرتابه د امنيت د ښه والي په خاطر درې امنيتي قرارګاوې د فراه په بېلابېلوسيمو کې جوړې کړې دي.
ختم- ج –اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا