ټولنه

د فراه بېځايه شويو کورنيو مرسته ترلاسه کړه

٣٠- کابل/ د مرغومي٢٠مه / باختر
د فراه د مهاجرينو او راستنيدونکو چارو رياست د ( آى او ام ) دفتر په همکارۍ له ١٠٠ بېځايه شويو کورنيو سره مرسته وکړه.
د فراه د مهاجرنيو او راستنيدونکو چارو ادارې مسوول د باخترآژانس خبريال ته وويل؛ د (آى او ام ) دفتر د فراه د مهاجرينو د راستيندونکو د چارو رياست په همکاۍ په هرې بېځايه شوې کورنۍ ١٥٣٥٠ افغانۍ او د ماشومانو ژمنۍ جامې وويشلې .
د فراه والي د دغې مرستې د ويشلو په وخت کې له همکارو موسسو او د مهاجرينو د راستنېدونکو چارو رياست څخه مننه وکړه او زياته يې کړه دغه مرسته به تر يوې اندازې پورې د دغو کورنيو ستونزې لېرې کړي.
هغه دغه راز له همکارو موسسو او اړوندو بنسټونو څخه وغوښتل چې له يادو بېځايه شويو کورنيو سره د مرستو د دوام په اړوند زياتې هلې ځلې وکړي.
پاى \ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا