امنیت

د فراه پولیسو اته تنه د غلا په تړاو ونیول

کابل / د لیندی ۴ مه / باختر
د فراه د امنیې قوماندانۍ پولیسو نن ۸ تنه په دغه ولایت کې د وسله والې غلا په اړوند ونیول.
د فراه د امنیي قوماندانۍ ویاند محب الله محب د باختر آژانس خبریال ته وویل چې پولیسو دغه کسان د فراه د بالابلوک، پشترود او د ښار د ناحیو په مربوطاتو کې نیولي دي.
محب زیاته کړه: له نیول شویو کسانوڅخه پنځه موټرسایکلونه او د کور وسایل ترلاسه شوي دي.
د یوبل خبرله مخې:
د تخار امنیي قوماندانۍ پولیسو نن درې تنه د یوفولډر موټر د غلا په اړوند ونیول.
د تخار دامنیې قوماندانۍ ویاند باخترآژانس ته وویل چې دوی د جنايي جرمونوپرخلاف د مبارزې مدیریت د منسوبینو په عملیاتوکې د استوګنې په یوکور کې چې غوښتل یو موټررنګ بدل کړي، ونیول شول.
له دغو کسانو څخه یو کلاشینکوف له څلورو شارژورونو سره او دوه لاسي بمونه ترلاسه شوي دي.
پاى/ ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا