امنیت

د فيض آباد –بهارک لويه لاره د طالبانو له شتون څخه پاکه شوه

– کابل / د مرغومي ۱۱ مه / باختر
افغان ځواکونو د بدخشاند د فيض آباد –بهارک لويه لاره نن د وسله والوطالبانو له شتون څخه پاکه کړه او ١٧ وسله وال طالبان يې ووژل.
د بدخشان د امنيې قوماندانۍ وياند ثناالله روحاني باختر آژانس ته وويل چې له دوو مياشتو راپدېخوا د بدخشاند د فيض آباد –بهارک لويه لاره د وسله والو طالبانو ترګواښ لاندې وه او نن سهار امنيتي او دفاعي ځواکونو ګډ عمليات ترسره کړل او دغه لويه لاره د وسله والوطالبانو له شتون څخه پاکه کړه.
هغه زياته کړه: د دغو عملياتو په بهيرکې ١٧ وسله وال طالبان ووژل شول او ١٤ يې ونيول شول او يوشمېر نور یې ټپيان شول.
د بدخشان د امنيې قوماندانۍ وياند وويل چې په دغو عملياتو کې درې پوځيان برسېرن ټپيان شوي دي.
ويل کېږي د بدخشان د فيض آباد-بهارک لويې لارې په لرې پرتو سيمو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه دوام لري.
ختم- ج-اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا