خبرونهټولنه

د قطر يوه موسسه په کابل کې د استوګنې کورونه جوړوي

٥٣- کابل / دليندۍ ١٦مه /باختر
په کابل کې د قطر د الغرافه موسسه د استوګنې دوه زره کورونه جوړوي.
د اقتصاد وزارت يو خبرځاى باختر اژانس ته وويل د اقتصاد وزيرې ډاکترې کريمې حامد فاريابي په افغانستان کې د الغرافه موسسې د فعاليتونواوخدمتونو قدرداني وکړه .
شاهد جواد د دغې موسسې د پروګرامونو د بيانولو په ترڅ کې په راتلونکو ورځوکې په کابل ښار کې د استوګنې د دوه زره کورونو د جوړولو د کار د پيل خبرورکړ او د دغه پروګرام د پرانستلو په مراسمو کې د ګډون لپاره د اقتصاد وزيرې ته بلنه ورکړه .
د الغرافه موسسه په افغانستان کې يو غير دولتي بهرنى موسسه ده چې د کرنې مالدارۍ، اوبو لګولو، ټولنيز خونديتوب او د بنسټيزو کارونو په برخه کې په افغانستان کې فعاليت کوي.
ختم_ ج_اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا