
کابل / د مرغومي ١٩مه / باختر
میندو ته د رسیدګۍ لپاره ټاکل شوې ده د قندهار د سپین بولدک ولسوالۍ په روغتون کې د نسايي ولادي څانګه جوړه شي.
د سپین بولدک په روغتون کې د نسايي ولادي څانګې لپاره تاسیسات جوړېږي.
د دغه روغتون د نسايي ولادي څانګې په تاسیساتو کې ۱۱ میلیونو ۳۰۰ زره افغانۍ لګول کېږي چې د ښارجوړولو او اراضۍ وزارت یې ورکوي.
ټاکل شوې ده د دغو تاسیساتو د جوړولو کار یو کال دوام وکړي.
د قندهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر اشرف نادري باختر آژانس ته وویل چې د سپين بولدک ولسوالۍ په روغتون کې د نسايي ولادي څانګې په پرانیستلو سره نور ناروغان دې ته نه دي اړ چې د درملنې لپاره قندهار ښار او یا پاکستان ته لاړ شي.
پای/ع