سیاستخبرونهTOP

د قندهار له خلکو سره د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي ناسته وشوه

٥٦- کابل /د ليندۍ ١٨مه /باختر
د افغانستان داسلامي جمهوریت د مذاکره‌ کوونکي پلاوي د مشورتي ناستو پر دوام د سولې په چارو کې د دولت وزارت له‌خوا د ولسي مشارکت او نظرونو د تبادلې په موخه د مذاکره‌ کوونکي پلاوي او د قندهار د خلکو له بېلابېلو پاړکو سره آنلاین مستقیمه ناسته وشوه.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت باخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې ناسته کې د ملي مصالحې عالي شورا مرستیال مولوي عطاءالرحمن سلیم، د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د افغانستان داسلامي جمهوریت د مذاکره‌ کوونکي پلاوي غړي سید سعادت منصور نادري، د مذاکراتي پلاوي غړو مولوي عطا‌‌ءالله لودین، فاطمې ګیلاني، رسول طالب او شریفې زرمتۍ وردګ ګډون کړی و.
د دغې ناستې کوربه‌ توب د سولې په چارو کې د دولت وزارت د قومونو چارو د انسجام مرستیال عبدالخالق بالاکرزي او د قندهار والي حیات‌الله حیات کاوه.
عبدالخالق بالاکرزي د دغې ناستې د جوړېدو د موخې په اړه وویل چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت له مذاکره‌ کوونکي پلاوي او د سولې بهیر او مذاکراتو له نورو مسؤولانو سره د خلکو د مستقیمې اړیکې جوړولو په برخه کې بېلابېلې لارې برابروي.
د قندهار والي حیات‌الله حیات د غونډې په پيل کې وویل چې د قندهار خلک د سولې مذاکراتو د بهیر ملاتړي دي او د مخته ‌تګ لپاره به یې هېڅ ډول ملاتړ ونه سپموي.
د ملي مصالحې عالي شورا مرستیال عطاءالرحمن سلیم وویل په داسې پړاو کې یو چې باید له شته فرصت څخه ډېره ګټه واخلو او د مذاکرې دواړه لوري نباید په دې برخه کې تعلل وکړي.
د ناستې پر دوام قومي مشرانو، دیني عالمانو، د قندهار د ولایتي شورا غړو، د بشري حقونو او ښځو د حقونو فعالانو، اکاډمیکو شخصیتونو، د سولې فعالانو، د ځوانانو استازو او د جګړې قربانیانو د مذاکراتي پلاوي له غړو سره خپلې اندېښنې او پوښتنې شریکې کړې.
د جګړې ريښې، د سولې لپاره د خلکو هوډ، د جګړې د قربانیانو حقونو ته رسېدنه، روان تاوتریخوالی او د اوربند اړتیا، د سولې د مذاکراتو اجنډا، د خلکو بنسټیزې غوښتنې، د ښځو د حقونو ساتنه، د مذاکراتو له پایلو د خلکو تمې او د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌ کوونکي پلاوي د کړنو ملاتړ هغه عمده ټکي وو چې د قندهار خلکو مطرح کړل.
د مذاکره‌ کوونکي پلاوي غړو په دې په ټینګار سره چې سوله په خلکو پورې تړلې ده او مالکیت یې د خلکو دی وویل، چې د خلکو مشورې او د ټولنې د بېلابېلو پاړکو له اندېښنو د مذاکراتي پلاوي خبری ځانګړی اهمیت لري او د خلکو له رښتیني مشارکت پرته به تلپاتې سوله ناشونې وي.
هغوی پر اجنډا بحث ته ننوتل د افغانستان د سولې مذاکراتو مهم پرمختګ وباله او زیاته یې کړه چې د اسلام او ملي ګټو پر بنسټ د خلکو اساسي غوښتنې د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌ کوونکي پلاوي د کړنو په سر کې ځای لري.
د مذاکره‌ کوونکي پلاوي غړو ټینګار وکړ چې د مذاکراتو بهیر په لړ کې د خلکو بشپړ ملاتړ ته اړتیا لري؛ ځکه د دوی پياوړتیا او درېدل د خپل هېواد لپاره د افغانستان د خلکو له هیلو را ټوکېدلې.
دوی د ناستې پر دوام وویل چې د مذاکراتو لاره هر څومره اوږده وي، پلاوی به د خلکو د غوښتنې پر اساس د دوی په استازیتوب پر مخ ولاړ شي او پېچلتیاوې به په صبر او بردبارۍ سره طی کړي.
په پای کې د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړي سید سعادت منصور نادري د دغې ناستې په راټولونه کې وویل چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مذاکراتو او سولې بهیر د مخته وړونکو جوړښتونو ترمنځ د ارتباطي پل حیثیت لري او د افغانستان اسلامي جمهوریت له مذاکره‌کوونکي پلاوي سره د خلکو د بېلابېلو پاړکو د مستقیمې اړیکې زمینه جوړوي. نوموړي زیاته کړه چې دغه وزارت د مذاکراتو په بهیر کې د مشارکت د اصل ټینګښت او د سولې بهیر ټول‌شمول‌والي ته ژمن دی.
د یادولو وړ ده چې د خلکو له بېلابېلو پاړکو سره د مشورتي ناستو لړۍ د کابل او ولایتونو په کچه په دوحه کې د افغانستان د سولې مذاکراتو له پیل وړاندې پیل شوې او همدا راز به دوام کوي. پاى- ج

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا