خبرونهروغتیا

د قندهار په شوراندام صنعتي پارک کې یو روغتیايي مرکز جوړ شو

کابل / د لیندۍ ۱۹ مه / باختر
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د دغه وزارت له پرمختیايي بودجې څخه د درې میلیونو افغانیو په لګښت د قندهار د شوراندام صنعتي پارک د سیمې د کارګرانو او اوسېدونکو لپاره یو روغتیايي مرکز جوړ کړی چې ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ دغه روغتیايي مرکز په یو پوړ کې جوړ شوی دی او اته اداري خونې لري چې په کې د کارګرانو او د سیمې اوسېدونکو لپاره ۲۴ ساعته روغتیايي خدمتونه وړاندې کېږي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مشرتابه په پام کې لري چې په راتلونکي کال کې د دغه وزارت له پرمختیايي بودجې څخه د صنعتي پارکونو کارګرانو او د سيمې اوسېدونکو لپاره روغتیايي مرکزونه جوړ کړي.
پای/ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا