امنیت

د لغمان د دولت شاه ولسوالۍ د سقوط په درشل کې ده

کابل / د لیندۍ ۵ مه / باختر

د لغمان په دولت شاه ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او يرغلګرو ترمنځ د سختو جګړو خبر ورکړ شوى دى.

دغه جګړې په وروستيو ٢٤ساعتوکې د دولت شاه ولسوالۍ پر پوستو د وسله والو طالبانو له پراخو بريدونو وروسته زور اخیستى دى.

د لغمان د دولت شاه ولسوالۍ يو قومي مشر چې د نامه له اخیستلو څخه يې ډډه وکړه، د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې د دولت شاه ولسوالۍ د طالبانو له خوا د سقوط په درشل کې ده.

هغه وويل چې په وروستيو ٢٤ ساعتوکې د افغان ځواکونو ٤ پوستې طالبانو نيولې دي او په جګړو کې درې پوځيان شهيدان شوي او ٦ نور یې ټپيان شوي دي.

دغه قومي مشر وويل: که چېرې کومکي ځواکونه د دولت شاه ولسوالۍ ته ونه رسېږي، وسله وال طالبان به ډېر ژر دغه ولسوالۍ ونيسي.

د لغمان د امنيې قوماندانۍ وياند شفيع الله افغان وايي چې افغان ځواکونه د دولت شاه ولسوالۍ له ٤ پوستو څخه تکتيکي په شاتګ کړى دى.

هغه وويل: کومکي ځواکونه د دولت شاه ولسوالۍ ته استول شوي دي او همدا اوس په دولت شاه کې له مېشتو ځواکونو سره د وسله والو طالبانو په ډلې پورې له تړلو يرغلګرو سره په جګړه بوخت دي.

د لغمان پوليسو وياند پر دولت شاه ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په بريد کې د يو پوځي شهادت تاييد کړ او ويې ويل چې په جګړو کې يرغلګرو ته هم د سر زيان اوښتى دى، خو دقيق شمېر يې معلوم نه دى.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

په لغمان کې زموږ سيمه ييز خبريال شاه ولي نيازی وايي چې پر دولت شاه ولسوالۍ د وسله والو طالبانو وروستی بريد د دې سبب شوى دى چې سلګونه کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړې شي.

زياتره دغه کورنۍ په مهترلام ښار کې کدې شوې دي او کور، خوړو، جامو او درملو ته سخته اړتيا لري.

ختم-ج -اکرم

 

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا