ټولنه

د لغمان ولسونو د دایمي سولې او اوربند غوښتنه وکړه

۱- کابل / د مرغومي ۱۷ مه / باختر
د لغمان ولسونو د يوې پراخې ولسي غونډې په ترڅ کې د دایمي سولې او اوربند غوښتنه وکړه.
په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه، په ټولنيزو چارو کې د ولايت مرستيالې برېښنا ساپۍ، د ملي امنيت ریيس، د بېلابېلو ادارو مسوولينو، د پنځه ګونو ولسواليو قومي مشرانو، ديني عالمانو، د مدني ټولنو استازو او يوشمېر نورو کسانو په کې ګډون کړی و.
د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې؛ د غونډې په پیل کې د لغمان د ولايتي شورا غړي ګلزار سنګروال د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د یادې غونډې موخه په ټول هېواد کې د جګړې بندول او د دايمي اوربند ټینګښت وباله.
هغه د سولې مذاکراتو له دواړو لوريو څخه غوښتنه وکړه چې دايمي اوربند وکړي چې ټول افغانان وکولای شي د یوبل ترڅنګ په آرامه فضا کې ژوند وکړي.
دغه راز په یاده غونډه کې د لغمان د ولايتي شورا منشي محمد ظاهر حسين خېل د لغمان له ولسونو څخه مننه وکړه چې د دايمي اوربند او سولې لپاره کار کوي.
هغه وويل چې د روانې جګړې ټول قربانيان افغانان دي او پر وسله والو طالبانو يې غږ وکړ چې نور له افغان وژنې څخه دې لاس واخلي او دايمي سوله وکړي.
همدارنګه د ولسونو په استازیتوب حاجي شاه مرد خان، ملک بابا خان نیازي، حاجي محمد اشرف، ملک حضرت الله بمبارد، قوماندان ميرزا محمد لغماني او حاجي الف خان د دايمي اوربند او سولې په اړوند هر اړخيزه خبرې وکړې.
ويناوالو وويل چې سوله نه یوازې د افغانانو هيله، بلکې د هغوی مرام او مقصد دی او غواړي په هېواد کې دايمي سوله ټینګه شي.
هغوی هم د وسله والو طالبانو د مذاکره کوونکي ټيم له غړيو څخه وغوښتل چې د تلپاتې سولې د ټینګښت په خاطر دې دايمي اوربند وکړي.
د غونډې په بهیر کې په ټولنيزو چارو کې د ولايت مرستیالې برېښنا ساپۍ له ټولو ولسونو څخه مننه وکړه چې د سولې د ټینګښت لپاره خپل غږ پورته کوي.
ساپۍ وويل: جمهوري نظام د ټولو ولسونو غوښتنه ده او د دغه نظام دفاع هم د ټولو ګډ مسووليت دی.
هغې زیاته کړه: ملي امنيتي ځواکونه د افغانانو ملي وياړونه دي او تل يې د هېواد، خاورې او ناموس په کلکه دفاع او ساتنه کړې ده.
ساپۍ د جګړې پر ښکیلو لوریو غږ وکړ چې نور دې له افغان وژنې لاس واخلي او له خپل حکومت سره دې په ګډه کار وکړي.
پای/ وهاج

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا