اقتصادټولنه

د لغمان په بزګرانو کاري وسايل وويشل شول

١٥- کابل/ دمرغومي ١٢مه /باختر
د لغمان ولايت يوشمېر بزګرانو د کار وسايل ترلاسه کړل .
د کرنې او اوبو لګولو وزارت وايي چې په هېواد کې د کرنې د عصري کولوپه لټه کې دى .
په دې دوره کې د لغمان په ځينوسيموکې يو شمېر بزګرانو تراکتورونه او د خپلو زراعتي حاصلاتو او د ماشين الاتو د لېږدونې لپاره زرنج باروړونکي موټرسايکلونه ترلاسه کړل .
د لغمان د کرنې او اوبو لګولو رييس محممدجميل خوشحال باختراژانس ته وويل چې دغه وسايل د نړۍ د خوړو د سازمان له خوا مرسته شوې ده .
هغه وويل چې دوى دغه راز په لغمان کې د کرنې د عصري کولو په لټه کې دي .
خوشحال وايي چې د سترو مرستندويو بنسټونو د مرستو په جلبولو سره په لغمان کې د کرنې دعصري کولو لپاره له بزګرانو سره زياتې مرستې وکړې .
ختم_ج _اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا