اقتصادټولنه

د لوګر د پل علم ښارد ښاروالۍ هوټل ودانۍ پرانستل شوه

پل علم / دمرغومي ۲/ باختر
د لوګر والي محمد اجمل شاه پور نن د لوګر د پل علم ښار د ښاروالۍ هوټل ودانۍ پرانيستله.
د پل علم د ښاروالۍ سرپرست عبدالقادر ستانکزي د باختر آژانس خبریال ته وویل چې د دغه هوټل ودانۍ له پرمختیایي بودجې څخه د۱۷ ميلیونو افغانیو په لګښت په یوکال کې په اساسي او پاخه ډول په دوو پوړونو کې جوړ شوی دی.
هغه زیاته کړه چې د دغه هوټل ودانۍ دوه تالارونه لري او په نورو ضروري ملحقاتو سمبال شوی دی.
د لوګر والي محمد اجمل شاه پور وویل: دا لومړی ځل دی چې په لوګر کې د ودونو او ټولنیزو سترو پروګرامنو په خاطر یو هوټل جوړېږي.
ده له وسله والو مخلفینو وغوښتل چې جګړه بس کړي او د سولې له بهیر سره یو ځای شي .
د لوګروالي د دغه ولایت له اوسیدونکو وغوښتل چې د دولت له پرمختیایي پرګرامونو ملاتړ وکړي او د لوګر اوسیدونکي کولای شي په دغه هوټل کې په کم لګښت خپل بېلا بېل پروګرامونه جوړ کړي .
دا په داسې حال کې ده چې د لوګر د پل علم ښار د ښاروالۍ اداري ودانۍ تېره اوونۍ د۲۴میلیونو افغانیو په لګښت پرانيستل شوه .
پای شکریه

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا