ښوونه او روزنه

د لوګر ولايت په محمداغې ولسوالۍ کې نن د نجونو ديو ښوونځي د ودانۍ د جوړ ولو کار بشپړ اود زده کوونکو د استفادي وړ وګرځيد

د لوګر والي ويندوى دين محمد درويش د باختر اطلاعا تي اژانس ته وويل: دغه ودانۍ د مرکزي اسيا موسسي له خوا داتو مليونو افغانيو په لګښت ددوه زره متره مربع ځمکي په ساحه کې په يو پوړ کې په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې ده.

دخبرځاى دڅرګندونو له مخې په دې ودانۍ کې د ودانۍ د انګړ په ګډون اته درسي اوڅلور اداري خونې او نور ضروري ملحقات شته چې ځمکه يې د ماليې د پخواني وزير ارواښاد عبدالمالک عبدالرحيم زى د وارثانو له خوا مرسته شوې ده.

دغه ښوونځي چې د ګمران دکلي د نجونو د منځني ښوونځي په نامه نومول شوې د ه په يو وخت کې ددرې سوه شلو تنو زده کوونکو ظرفيت لري چې اوس له څلورو کليو څخه څلور سوه تنه نجونې په دغه ښوونځي کې به زده کړه کوي.

 د ودانۍ له جوړ ولو سره جو خت يو سلو شپيته دوه کسيز ميزونه او څوکۍ هم برابري شوي دي

ددغې ودانۍ د پرانيستلو په مراسمو کې دلوګر والي ډګر جنرال عتيق الله لودين ،د محمداغې ولسوال عبدالحميد حامد، د ولايتي شورا رئيس ډاکتر عبدالولي وکيل اود ګمران د سيمي قو مي مشرانو ګډون کړي وو

 دلوګر ولايت دپوهنې درييس عبدالمتين جعفر دڅرګندونو له مخې دروان کال په بهير کې د لوګر ولايت په مرکز اومربوطاتو کې څلويښتو ښوونځيو ته ودانۍ جوړي شوي دي او پنځه اويا ښوونځي تر او سه پوري ودانۍ نه لري

 ده زيا ته کړه اوس دلوګر ولايت په مرکز او شپږ ګونو ولسواليو کې دوه سوه د وه اويا ښوونځى فعال دي  چې يو شپيته ليسې او يو سلو څوارلس يې منځني او لو مړنۍ ښوونځي دي.

همدا اوس د لوګر ولايت په کچه د نجونو او هلکانو په ګډون يوسلو شل زره تنه زده کوونکې په زده کړه بوخت دي چې په سلو کې څلويښت يې نجونې دي.

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا