سیاستخبرونه

د لویې څارنوالۍ مطبوعاتي اعلامیه

کابل/ د مرغومي ۱۸مه/ باختر
دروغ او د عامه اذهانو مغشوشول د قانون د حاکمیت او د عدالت د تأمین خنډ نه شي کېدای. د قانون پيروي د هر وګړي رسالت او مسؤولیت دی. د ورسپارل شویو مسؤولیتونو په تړاو د هر کارکوونکي او لوړپوړي دولتي چارواکي حساب ورکول او ځواب ویل د ښې حکومتولۍ او له ادارې فساد سره د مبارزې په بهیر کې یو حقوقي، مدیریتي او نړیوال منل شوی اصل دی. لکه څنګه چې زموږ هېوادوال شاهدان دي، ځینې لوړپوړي چارواکي چې د اداري فساد د جرایمو او د قانون او د ملي ګټو خلاف مسؤولیتونو د ترسراوي له کبله د عدلي او قضايي بنسټونو تر تحقیق او محاکمې لاندې دي، د محکمو د پرېکړو پر اساس مجازات شوي دي. دوی د هېوادوالو د اذهانو د ګډوډولو او منحرف کولو په موخه دروغجن تبلیغات کوي، چې بې له شکه زموږ هېوادوالو دا تبلیغات غندلي دي. په دې وروستیو کې د کانونو پخوانی وزیر وحیدالله شهرانی د وزیرانو د ځانګړې محکمې د حکم پر اساس د دوو قراردادونو په کولو کې له وظیفوي واک څخه د ناوړه استفادې له کبله پر ۱۳ میاشتو تنفیذي بند او د د دولت خزانې او ملي سرمايې ته د یونیم میلیون ډالرو په سپارلو چې د قراردادونو د تړلو له مخې دولت ته زیان اوښتی و، په مجازاتو محکوم شوی دی. لویه څارنوالي ټینګار کوي، چې د شویو تحقیقاتو او د کافي او نه انکار کېدونکو اسنادو پر اساس داسې دلایل او شواهد شته چې د ښاغلي شهراني جرمي عمل پرې ثابتېدای شي. د وزیرانو ځانګړې محکمې د همدغو اسنادو او شواهدو له مخې حکم صادر کړی او په دې بهیر کې د هر ډول فشار، لاسوهنې او سیاسي ملاحظاتو ادعا کاملاً بې بنسټه ده. نوموړي په ټولنیزو رسنیو او د طلوع نیوز د ۶ بجو په خبري ټولګه کې د هېواد په لوی څارنوال پورې بې اساسه او دروغجنې خبرې تړلې، چې ګویا د مرغومي پر ۱۴ يې داسې ویلي دي: «د شهراني په اړه، پخپله جمهور رئيس قاضیانو ته هدایت ورکړی او د بند موده او جریمه پخپله جمهور رئیس تعیینه کړې ده.” د یادولو وړ خبره دا ده، چې د دوشنبې ورځ د مرغومي له ۱۵ سره برابره ده، نه ۱۴. دا پخپله د ښاغلي شهراني د وینا بې بنسټوالی ښيي. د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي د ښاغلي شهراني او پلویانو دا بې مسؤولانه وینا په جدیت ردوي؛ لویه څارنوالي له افغانانو سره ژمنه کوي، چې ټولې قضيې به د عدالت او انصاف په رعایتولو او د شواهدو او اسنادو پر اساس په خپلواکه او قانوني توګه څېړي او له مفسدینو سره به چې په هره کچه او مقام کې وي، د دې قضيې په شان پرېکنده چلند کوي. لکه څنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، له څلورو کالو راهیسې د دوشنبې ورځ د هېواد لوی څارنوال د خلکو د ستونزو د هواري په موخه د خلکو لیدو ته ځانګړې کړې او پر همدې ورځ هېڅ بل رسمي او نارسمي لیده کاته نه تنظیمېږي. له نېکه مرغه پر همدې دوشنبې چې ښاغلي شهراني يې یادونه کړې، لوی څارنوال له ۶۰ هېوادوالو سره لیدلي او عرایض او شکایتونو ته يې رسیدګي کړې، دا پخپله د ښاغلي شهراني درواغجنه ګواهي ښيي. باید ووایو، چې د کشف له مرحلې تر تحقیق، تعقیب او محاکمې پورې د عدلي او قضايي تعقیب مراحل د عادلانه محکمې د اصولو په رعایتولو د قانون پر اساس له هر ډول سیاسي ملاحظاتو پرته په خپلواکه او منصفانه توګه ترسره کېږي او په دې ټولو پړاوونو کې د مظنونینو او تورنو بشري او قانوني حقوقو ته د لاسرسي په موخه دوی ته د دفاع او د مدافع وکیل د دفاعیې فرصت ورکول کېږي، چې د ورپورې شویو تورونو پر وړاندې دفاع وکړي. ښاغلي شهراني ته هم په ټولو تحقیقاتي او محاکماتي پړاوونو کې دا حقوق او فرصتونه ورکړل شوي دي. د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لویې څارنوالۍ رهبري د دغو غیرمسؤولانه او بې بنسټه اظهاراتو د ردولو تر څنګ، ژمنه کوي چې دا ډول شایعې به د قانون د حاکمیت، د عدالت د تأمین او له مفسدینو سره د مبارزې په برخه کې زموږ په اداره کې کوچنی خلل هم رامنځته نه کړي.

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا