خبرونهامنیت

د لښکرګاه- قندهار لويه لاره د پوځيانو په عملياتو کې د ترافيکو پرمخ پرانستل شوه

٢٩- کابل / ليندۍ ٢٢مه / باختر
د پوځيانو په علمياتو کې د لښکرګاه- قندهار لويه لاره د ترافيکوپرمخ پرانستل شوه.
دغه لاره په دې وروستيو کې د طالبانو په ډلې پورې د اړوندو کسانو د شتون اوفعاليتونو د زياتوالي په دليل د ترافيکو پرمخ تړلې وه.
د رپوټونوله مخې؛ پوځيانو له عملياتوڅخه څو ورځې وروسته، نن سهار په دې بريالي شول چې دغه لاره د ترافيکو پرمخ خلاص کړل.
دهلمند د پوليسويو جګپوړۍ مقام باخترآژانس ته وويل چې د قندهار- لښکرګاه په لويه لارکې د ډاراچوونکو ضد عملياتوکې ٢٦ وسله وال طالبان ووژل شول.
هغه وويل په دې لاره کې د طالبانو په پاتې کسانو تېره شپه له هوا اوځمکې بريد وشو.
پوځيانو د طالبانو د شړلو ترڅنګ هغه ماينونه چې طالبانو په دغې لويه لاره کې ښخ کړي و، کشف اوشنډ کړل.
له هلمند څخه زموږ خبريال وويل چې د قندهار- لښکرګاه په لاره له نن سهاره د سوداګرو د کاروانونو او مسافروړونکو تګ راتګ له سره پيل شوي دي .
د دغې لارې تړل سپرليو او د سوداګرو کاروانونو ته ستونزې اړولې وې .
طالبانو تراوسه په د ې اړه څه نه دي ويلي .
ختم_ شکريه _اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا