سیاست

د ملي امنيت سلاکار قندهار ته لاړ

٤٣- کابل /د مرغومي ١٤مه /باختر
د ملي امنيت سلاکار ډاکتر حمد الله محب نن قندهار ته لاړ چې د نوي والي د معرفي په مراسمو کې ګډون وکړي.
د هېواد جمهور رييس پرون د يوحکم په ترڅ کې روح الله خانزاده د قندهار د والي په توګه ټاکلى دى.
د ملي امنيت سلاکار د قندهار له سيمه ييزو مقاماتو، د خلکو د استازو، د ولايتي شورا د غړو او د مدنې ټولنې له غړو، ځوانانو او ښځو سره په کتنه کې وويل د قندهار د خلکوپه غوښتنه به په سيمه ييزه اداره او د دغه ولايت په امنيتي برخه کې بدلون رامنځته شي .
ډاکترمحب وويل چې د قندهار امنيتي حالت په امنيتي او دفاعي برخه کې مثبت بدلون ته چمتو دى.
د ملي امنيت سلاکارد نوي والي د معرفي کولو په مراسموکې د قندهار د پخواني والي حيات الله حيات د ګډون له امله مننه وکړه .
ختم_ ج _اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا