سیاستخبرونه

د ملي روغې جوړې د عالي شورا رييس د افغانستان لپاره د چين له استازي سره وکتل

۱- کابل / دمرغومي ١٦/باختر
د ملي روغې جوړې د عالي شورا رييس ډاکتر عبدالله عبدالله نن د افغانستان لپاره د چين د ولسي جمهوريت له ځانګړي استازي ليوجان سره په سپيدارماڼۍ کې د خپل کار په دفتر کې وکتل.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ د ملي روغې جوړې د عالي شورا رييس په دې کتنه کې له افغانستان سره د چين د ولسي جمهوريت د مرستو اود سولې له هلوځلوڅخه د دغه هېواد د ملاتړ په خاطر مننه اوقدرداني وکړه.
وروسته په افغانستان کې د سولې د وروستيوهلوځلو روښانه تصوير وړاندې کړاوپه دې بيان سره چې د افغانستان د اسلامي جمهوريت هيئت د خبرو د دويمې دورې د پيل لپاره دوحې ته ځي دوامدارې او پتمنې سولې ته د رسزدو لپاره دافغانستان په ارادې اوهوډ ټينګاروکړ.
ډاکتر عبدالله عبدالله په خپلو خبرو کې ټينګاروکړ چې د خبروپه بهيرکې په هېوادکې د تاوتريخوالي او د هدفمندو وژنو زياتوالي د منلو وړ نه دي او بايد تاوتريخوالي اوهدفمندې وژنې پاى ته ورسزږي.
د چين د ولسي جمهوريت ځانګړي استازي د ملي روغې جوړې د عالي شورا له رييس څخه په مننې سره په افغانستان کې د سولې له هلوځلواو د دايمي سولې اوثبات له ټينګښت سره د خپل هېواد ملاتړ تکرار کړ.
ليوجان د خپلو خبرو په دوام د ملي روغې جوړې د عالي شورا د مشرتابه کمېټې له جوړولو او د مرکچي هيئت سره د هغه د ګډو غونډو له امله خوښي څرګنده کړه او ويې ويل هيله لري چې دوحې ته د هيئت رسېدل او د سولې د خبرو د دويمې دورې پيل دايمي سولې ته د رسېدو لپاره ززمينه برابره کړي .
هغه دغه راززياته کړه هېواد يې چمتو دى له افغانستان سره سولې ته د رسېدو په لاره کې مرسته وکړي .
ختم_ ج – ا

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا