سیاستTOP

د ملي روغې جوړې لومړنۍ ناسته د جمهوررییس غني په وینا پیل شوه

۳۸- کابل / د لیندۍ ۱۵ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني نن سهار د ملي روغې جوړې لومړنۍ غونډه په خپله وینا پرانیسته.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په سلامخانې ماڼۍ کې په دې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله، مخکېني جمهوررییس حامد کرزي، د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح، د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد سرور دانش، جهادي رهبر استاد عبدرب الرسول سیاف، د ملي شورا د ولسي جرګې او مشرانو جرګې رییسانو، ملي او سیاسي شخصیتونو، د ملي روغې جوړې عالي شورا رهبرۍ، د کابینې یو شمېر غړو او د مدني ټولنې بنسټونو استازو حضور درلود.
جمهوررییس غني په دې غونډه کې په خپلې پرانیستونکې وینا کې، د سولې مذاکرتو کې د هېواد د سیاسي او ملي شخصیتونو او مشرانو د دریځ د ستاینې ترڅګ وویل: د سولې مذاکرات دویم پړاو ته رسېدلي او لومړي پړاو وښوده چې آسانه کار نه و، خو پایلې ته ورسېد.
هغه زیاته کړه: له مذاکراتي ټیم څخه چې د ملي یووالي، د اساسي قانون او جمهوریت له ارزښتونو او د سولې مشورتي لویې جرګې پرېکړو څخه یې په قوت استازولي وکړه، مننه کوم.
جمهوررییس ټینګار وکړ: واضح اړتیا ده چې په دویم پړاو کې مشورې وکړو او په دقت، مېړانه او تدبیر مخکې لاړ شوو، شرایط تحلیل شي او په یوه متحول حالت کې باید تل دقت ولرو، چې تېروتنه ونه شي.
جمهوررییس د دې غونډې په پای کې، د یادو بحثونو د جمع بندۍ ترڅنګ وویل: حساس وضعیتونه فرصت او خطر دواړه لري او له دې وضعیتونو څخه استفاده ملي وحدت پورې اړه لري، په همدې اساس ملي وحدت د دې لامل کېږي چې له فرصتونو څخه ډېره استفاده وکړو او خطرونه مدیریت کړو.
جمهوررییس وویل: نظام ټولو ته سرپوښ دی او په کوم فرد پورې اړه نه لري. د نظام قطع کېدل د بربادۍ لامل کېږي او سوله باید په پروسه کې تنظیم شي چې د افغانستان اسلامي جمهوري نظام د تداوم لامل وګرځي او مخکې یوړل شي.
هغه ټینګار وکړ: موږ باید د پخوانیو درسونو اهمیت په اساسي ډول درک کړو او زموږ هدف باید د چتر پراخ پوښښ وي، نه د اشخاصو.
جمهوررییس وویل: د سولې تطبیق ډېر مهم دی، هغه مملکت چې ۹۰ سلنه خلک یې د ورځې له دوو ډالرو په کمو عوایدو ژوند کوي، سوله څه ډول تطبیقوي. هغه په کومو امکاناتو او څه ډول برابروي.
د هېواد جمهوررییس وویل: موږ تاریخي مسوولیت لرو دولتي بنسټونه داسې پیاوړي کړو چې سوله تطبیق شي او دغه کار په بې کفایته ادارې نه کېږي او موږ باید یو بل ته لاس ورکړو او د دغه کار کولو لپاره هڅه وکړو.
هغه زیاته کړه: ماحول تغییر کړی او د اړتیا تر کچې پر بین المللي مرستو تکیه نشو کولی او باید ځان منسجم کړو. هغه نقشه چې تاسو مشران به پرې کار وکړئ تدبیر، ملاتړ او قاطعیت غواړي او باید سختو پوښتنو ته ځواب ولرو چې موږ هدف ته ورسوي.
جمهوررییس غني وویل: موږ ټول د امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانیو منندوی یوو، ځکه دوی د دې هېواد رښتیني بچیان دي چې تل یې د دغه هېواد د عزت او ویاړ لپاره قرباني ورکړې او نن له پخوا ډېر د نظام ملاتړي دي.
محمد اشرف غني د ملکي خدمتونو ادارو د هڅو هم مننه وکړه، ویې ویل: له خپلو خلکو ښځو، نارینه وو، ځوانانو او سیاسي قشرونو څخه د سولې هدف ته د رسېدو او د دوامداره تاوتریخوالي د زغملو لپاره د هغوی له حوصلې مننه کوم.
جمهوررییس وویل: سولې ته د خلکو اراده، همت او ژمنتیا بېسارې ده او داسې ملت لرو چې د سولې له هدف څخه نه پرشا کېږي او خلک سوله غواړي او زموږ دنده دا ده چې سوله راوړو.
جمهوررییس د سولې له مشورتي لویې جرګې څخه چې د سولې مذاکره کوونکي پلاوي حدود یې وټاکل او همداراز د سولې مذاکره کوونکي پلاوي له یووالي، حوصلې، تمرکز، زغم او تدبیر څخه چې واقعاً د افغانستان اسلامي جمهوریت استازیتوب یې وکړ او د ښځو او نارینه وو، عالم او متخصص او د افغانستان د ټولو برابرو او وروڼو قومونو یووالی یې نندارې ته وړاندې کړ، مننه وکړه.
جمهوررییس غني د سولې عالي شورا پخوانیو رییسانو په ځانګړي ډول د سولې شهید استاد برهان الدین رباني، مرحوم حضرت صبغت الله مجددي، ارواښاد پیر سید احمد ګیلاني او استاد محمد کریم خلیلي څخه هم مننه وکړه.
هغه د خصوصي سکتور، ملي شورا او سیاسي او جهادي رهبرانو د هڅو هم مننه وکړه، ویې ویل: مطلوب هدف ته رسېدل چې هماغه د یو خپلواک، آزاد، ډیموکراتیک افغانستان چې د تېرو ارزښتونو د ساتنې او تداوم وړتیا ولري او خپلمنځني او نړۍ سره سوله کې وي، ملي، سیمه ییزه او بین المللي اجماع رامنځته شوې ده.
جمهوررییس پر دې په ټینګار چې په کومو لارو تللي یوو او پایله یې نه ده ورکړې باید درس واخلو وویل: د افغانستان خلکو لپاره معیار د تېرو ۴۰ کلونو سراسري تاوتریخوالي پایته رسېدل دي.
هغه زیاته کړه: د افغانستان خلک سوله غواړي، ملي سوله، نه سمتي، تنظیمي او قومي. په همدې اساس، د خلکو ټول اقشار باید په یوه واحد صف کې ودرېږو، چې زموږ سیاسي اراده لا زیاته پیاوړې شي.
جمهوررییس د دې په بیانولو سره چې د افغانستان ملت او دولت سولې ته خپله اراده ښودلې ده، وویل: طالبان هم باید خپله سیاسي اراده وښیي، ځکه یوازې د دولت او ملت پر اوږو د دې سیاسي بار ایښودل سم نه دي.
جمهوررییس وویل: د نظام لپاره قربانۍ ته سخته اړتیا ده، نه د مقام لپاره، ځکه د افغانستان اسلامي جمهوري نظام او سوله قرباني غواړي، هغه سوله چې د ثبات لامل شي.
جمهوررییس څرګنده کړه: د لوبې قوانین باید مشخص شي او د تعدیل په صورت کې باید په هغه کې د ملت اراده څرګنده وي.
هغه د سیمه ییزو او بین المللي همکاریو په اړه وویل: افغانستان دایمي دوست او دښمن نه لري، بلکې دایمي ګټې لري او داسې هېواد باید جوړ کړو چې له ټولو سره ګټې رامنځته کړي او د هېچا مخالف نه وي.
جمهوررییس غني د سولې تطبیق لپاره سیمه ییزه اجماع مهمه وبلله، ویې ویل: د بین المللي مناسباتو له اړخه باید واضح معادله ولرو چې ټولې همکارۍ باید د نظام پیاوړتیا، خپلواکۍ او پر ځان تکیې پورې اړه ولري.
جمهوررییس وویل: طالبانو ته یو واضح پیغام لرم چې سیاستوال، ملت او دولت تاسو د یو واقعیت په توګه مني، له تاسو سره سوله کوي، خو تاسو هم باید د ټولنې واقعیتونه درک کړئ.
هغه زیاته کړه: راځئ د تېرو شپږو نسلونو پر زخمونو د ملهم پټۍ کېږدو او زموږ او ستاسو ټولو پر اوږ و دغه مسوولیت پروت دی.
جمهوررییس د خپلو خبرو په پای کې د طالبانو ډلې ته په خطاب کې وویل: توپ ستاسو په میدان کې دی، آیا پرېکړې ته حاضر یاست او سیاسي اراده لرئ، چې د مذاکراتو دویم پړاو کې له تشریفاتي مسایلو څخه اساسي مسایلو ته ولاړ شو. مهرباني وکړئ، وینه تویول ودروئ، ځکه دغه کار همت او اراده غواړي او موږ ورته منتظر یوو.#
پای / وهاج

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا