خبرونهټولنهښوونه او روزنه

د ملکي خدمتونو د انستيتوت برخه والو د فراغت سندونه ترلاسه کړل

٢٨- کابل /دمرغومي ٢٠مه /باختر
د هېواد د ١٥ولايتونو يو شمېر زده کوونکي د اداري زده کړوله شپږ مياشتنى دورې وروسته نن د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسيون د ملکي خدمتونو له انستيتوت څخه د فراغت سندونه ترلاسه کړل .
د هېواد د ١٥ ولايتونو٢٢٠ تنه زده کوونکو ته د فراغت سندونه د اداري زده کړې له شپږ مياشتنى دورې وروسته د ملکي خدمتونو د انستيتوت له خوا ورکړل شول.
دغه سندونه په ملکي خدمتونوکې د يوکلنې کاري تجربې په توګه شمېرل کېږي او له زده کوونکوسره مرسته کوي چې د يوې کلنې کاري تجربې په شرايطو سره د ملکي خدمتونو په لوړو بستونو کې سيالي وکړي.
د دغه روزنيز پروګرام هدف په مديريتي، رپوټ ليکنې،له اداري فساد سره د مبارزې د لارو چارو له قوانينواو د معلوماتي تکنالوژى سره د بلدتيا په برخوکې د زده کوونکو د عملي اونظري مهارتونو ترلاسه کول او د هغوى د کاري تجربو لوړول، نا امنو او لږو پرمختللو ولايتونو لپاره د کاري فرصتونوبرابرول او د ملکي خدمتونو د بستونو د نيولولپاره د ښځو د مشارکت زياتوالى دى.
د اداري اصلاحاتو او د ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسيون د ملکي خدمتونو انستيتوت هرکال د هېواد د پوهنتونونو فارغانوته د اداري کارونو د زده کړې پروګرام ترسره کوي.
د دغه روزنيز پروګرام نهمه دوره په ١٥ ولايتونو کې ترسره شوه چې په هغه کې ٩٠٠ تنه په ابتدايي شرايطو برابر پېژندل شوي و خو د شموليت له ازموينې وروسته د ١٣٩ښځو په ګډون ٢١٠ تنه بريالي شول دغې روزنيزې دورې ته لاره ومومي.
د کار د زده کړې پروګرام سږ کال د روزګان ،بادغيس، پکتيکا، پروان، جوزجان، دايکنډي، زابل،سرپل، غور، فارياب، فراه، کونړ، نورستان، نيمروز، او د هلمند ولايتونوته ځانګړى شوې و .
ختم_ ج _ا

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا