امنیت

د مهماتو او د نشه یي توکو۴ قاچاق وړونکي ونیول شول

١١- کابل / د مرغومي۱۰ / باختر
پولیسو نن په ننګرهار کې په دوو جلا جلا عملیاتو کې د نشه یي توکو او د مهماتو ۴ قاچاق وړونکي ونیول .
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین ، د باختر آژانس خبریال ته وویل :یو تن په غني خېلو کې د استوګنې له یوه کور څخه له ۱۴۳ کیلو ګرامو چرسو او یو بل کس یې د کلاشینکوف له ۸۰۰ ګولیو سره چې د قاچاقو په موخه په یو موټرکې په ماهرانه ډول ځای پر ځای کړي و ، د ننګرهار د جلال آباد ښار په اتمه ناحیه کې نیول شوي دي .
طارق وویل : دغه راز په ډایکنډی کې د دغو ځواکونو په یو بل اقدام کې ،دوه تنه د نشه یې توکو د پلورلو په تور له یوې اندازې هېروینو سره نیول شوي دي.
پای شکریه

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا