امنیت

د مهماتو يوه زېرمه په کابل کې کشف اوضبط شوه

١٣- کابل/ دمرغومي ١٢مه /باختر
د تروريستاتو د مهماتو يوه زېرمه چې له هغو څخه يې په ورانکارو او تروريستي بريدونو کې استفاده کوله په ميربچه کوټ ولسوالۍ کې د دغې ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ د پوليسو د ځواکونو له خوا کشف اوضبط شوه .
د کابل د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولوسره ويلي دي چې په دې زېرمه کې د توپ ٢٥ ګولۍ او يوه اندازه چاوديدونکي توکي ساتل کېدل چې تروريستانو غوښتل له هغوڅخه زموږ د بې دفاع خلکو پرخلاف استفاده وکړي .
د دغو مهماتو په کشف اوضبطولو سره په کابل کې څو وحشيانه تروريستي بريدونو مخه ونيول شوه .
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي تراوسه د دغومهماتو د ساتلو په تور څوک نه دي نيول شوي .
ختم_ ج_اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا