ښوونه او روزنه

د نجونو او زده کوونکو ترمنځ د کتاب لوستلو سيالۍ ترسره شوې

کابل /دمرغومې ٦مه /باختر
د فراه د پوهنې رياست د دغه ولايت د ښځوچارو رياست په همکارۍ په دغه ولايت کې د نجونو د ٨ ښوونځيو د زده کوونکوترمنځ د کتاب لوستلو سيالۍ نن ترسره کړې.
د باختراژانس خبريال د خبرله مخې ؛ د دغو سياليو د پرانستلو په غونډه کې د فراه د پوهنې رييس زده کوونکي له کتاب او کتاب لوستلو سره علاقمندى ته وهڅول او له هغوى څخه يې وغوښټل چې له معاصرو علومو سره د بلدتيا په خاطر او د خپلو پوهې اومعلوماتو د زياتوالي لپاره مطالعه د خپلو ورځنيو چارو يوه برخه وګرځوي.
د کتاب لوستلو سيالي ټاکل شوې ده د پوښتنې او ځواب په ډول د منتخب هيئت تر څارنې لاندې ترسره شوې چې په پاى کې غوره زده کوونکوته جايزې هم ورکړ شوې .
ختم_ ج _اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا