امنیت

د نشه يي توکو درې پلورونکى ونيول شول

٥٠-کابل / دليندۍ ١٦مه /باختر
درې تنه په قندهار کې د نشه يي توکو د پلورنې په تور ونيول شول.
دغه کسان نن سهار په قندهار ښار کې د نشه يي توکو د پلورنې په وخت کې ونيول شول.
د قندهار د امنيې قوماندانۍ د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې له نيول شويو کسانو څخه د هېرويينواو ښيښې په لسګونو کوچني بستې او د نشه يي توکود جوړونې توکي ترلاسه شوي دي.
پوليس وايي چې دغه کسان د قندهار ښار په بېلابېلوسيموکې د نشه يي توکو په پلورنې بوخت و.
ختم_ ج _اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا