امنیت

د نشه يي توکو یوه کارخانه په هرات کې کشف شوه

کابل / د لیندۍ ۱۷ مه / باختر
د هرات د انجيل ولسوالۍ په مربوطاتو کې د نشه يي توکو د توليد يوه کارخانه کشف شوه.
د نشه يي توکو د دغې کارخانې په اړوند درې تنه نيول شوي دي.
د هرات پوليسو وياند عبدالاحد ولي زاده باختر آژانس ته وويل چې نيول شوي کسان په دې کارخانه کې نشه يي توکي توليدول او له افغانستان څخه یې بهر ته لېږدول.
له دغې کارخانې څخه لسګونه کيلوګرامه نشه يي توکي ترلاسه شوي دي.
د يو بل خبر له مخې:
په هرات کې درې تنه هغه وخت ونيول شول چې نشه يي توکي يې له افغانستان څخه بهر ته لېږدول.
پوليسو وويل چې د نیول شویو کسانو له ګېډو څخه ٧ کيلوګرامه هيروئين او شيشه ډوله نشه یي توکي ترلاسه شوي دي.
ختم-شکريه –اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا