فرهنګ

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست څه دپاسه ۷۰ قلمه تاریخي آثار ترلاسه کړل

کابل / د لیندۍ ۲۷ مه / باختر
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د نوي جوړېدونکي موزیم لپاره د تاریخي آثارو د ترلاسه کولو په لړ کې ۷۳ تاریخي آثار ترلاسه کړل.
د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې؛ دغه تاریخي آثار د نورستان د اسلامي دورې په لومړیو کلونو پورې اړوند دي او د مسوولینو د څرګندونو له مخې تر۴۰۰ کلونو پورې لرغونتیا لري.
په ملي موزیم کې د اسلامي دورې د آثارو عمومي مسوول عبدالبصیر نادري وايي چې له نورستان څخه يې ۵۱۹ قلمه تاریخي آثار ترلاسه کړي دي چې له دې جملې څخه يې ۷۳ قلمه په سراج العمارت کې په نوي جوړېدونکي موزیم کې د ساتنې لپاره د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته ورسپارل.
د نادري د څرګندونو له مخې؛ دغه تاریخي آثار په نورستان کې یو سیمه ییز قوماندان له وطن سره د مینې په خاطر راټول کړي وو چې پکې ټوکايي شوې دروازې، کړکۍ او د خونو ستنې شاملې دي چې پر لېږدولو یې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ۲ میلیونه او ۳۰۰ زره افغانۍ لګېدلې دي.
پای/ وهاج

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا