روغتیا

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست: پاکستان ته د تلونکو افغانانو د کرونا ټسټ لپاره امکانات نشته

٤٧- کابل / د مرغومي ۲ مه / باختر
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي چې د کرونا ویروس د دويمې څپې د معایناتو او د ناروغانو د بستر لپاره بشپړ چمتووالی لري، خو پاکستان ته د تلونکو افغانانو د کرونا ټسټ لپاره هېڅ امکانات نشته.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست د ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي آمر ډاکټر عبدالرشید وفا د باختر آژانس له سیمه ییز خبریال سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې د تورخم له لارې پاکستان ته تلونکو افغانانو د کووېډ -۱۹ ناروغۍ د ټسټ لپاره بودجه او امکانات نه دي ځانګړي شوي، په همدې دلیل دوی د یادې ناروغۍ د ټسټ مسوولیت هم نه لري.
د کروناویروس د دویمې څپې له خپرېدو وروسته، پاکستان پر ورتلونکو افغانانو د کرونا آزموینه جبري کړه چې دغه اقدام په ښکاره له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د یاد هېواد جديت ښيي.
خو پاکستان ته ورتلونکي افغانان وايي: که چېرې د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست او افغان حکومت د کرونا ویروس د ټسټ موضوع له پاکستان سره مطرح نه کړي او یا دلته ورته د آزموینې ځانګړی مرکز جوړ نه شي؛ د شخصي معایناتو د ترسره کولو وس نلري.
دوی وايي چې په تلونکو افغانانو کې داسې کسان هم شته چې د کورنۍ له ۴ څخه تر ۹ غړیو او آن تر دې ډېر هم له ډیورنډ کرښې اوړي، خو د کرونا ټسټ لپاره شخصي کتنځیو ته دومره پیسې نه شي ورکولى.
د خلکو په خبره؛ اوسمهال په ننګرهار کې د کرونا ویروس د هر ټسټ په بدل کې له خلکو څخه، له ۳۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ افغانیو پورې پیسې اخیستل کېږي.
پای/ وهاج

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا