ښوونه او روزنه

د ننګرهار زده کوونکو ته درې نیم میلیونه کتابونه ورکول کېږي

۱۰- کابل / د لړم ٢١ مه / باختر
د ننګرهار په دولتي ښوونځیو کې ۱۰ میلیونه درسي کتابونو ته اړتیا ده، خو پوهنې وزارت یې د درې نیم میلیونه کتابونو د ورکړې ژمنه کړې ده.
په ننګرهار کې د دولتي ښوونځیو زده کوونکي او استادان وايي چې د ښوونځیو هره دوره يې د کتابونو له کمښت سره مخ ده.
د پوهنې ریاست وايي چې له پوهنې وزارت يې د درسي کتابونه غوښتنه کړې ده، خو کوم کتابونه چې ورکول کېږي، د زده کوونکو لپاره بسنه نه کوي.
د ننګرهار د پوهنې ریاست د نشراتو او اطلاعاتو مسوول عبدالله ګل عابد د باختر له سیمه ييز خبریال ماهر احسانزي سره په ځانګړې مرکه کې ویلي دي چې پوهنې وزارت ورسره د درې نیم میلیونه درسي کتابونو د ورکړې ژمنه کړې ده چې د ښوونځیو اړتیا ته په کتو يې دوه نیم میلیونه د تېر کال په پرتله ډېر راغوښتي، خو دغه اندازه کتابونه هم د ننګرهار لپاره بسنه نه کوي.
د عابد په خبره؛ ننګرهار ته پر ګاونډیو هېواونو سربېره د نوور ولایتونو څخه هم زده کوونکي د درس لپاره راځي چې هر کال ورسره د درسي کتابونو د غوښتنې کچه لوړېږي.
په همدې حال کې د ښوونځیو استادان او زده کوونکي وايي چې په ښوونځیو کې د درسي کتابونو کمښت له ډېرو کلونو موجود دی چې پر درسي بهیر يې ناسمه اغېزه کړې.
د پير سیداحمد ګیلاني لیسې سرمعلم هدایت الله او د همدې لېسې دوو زده کوونکو نورمینې او نوید له باختر آژانس سره په خبرو کې وویل: د ښوونځیو لپاره په بازار کې خرڅېدونکو کتابونو ته د ټولو شاګردانو وسه نه رسي چې د کتابونو د نشتوالي له امله يې درسي بهیر ټکنی شوی دی.
په ورته وخت کې د جلال اباد ښار هغه هټیوال چې کتاب پلورنځي لري، وايي چې هره ورځ ورته لسګونه زده کوونکي راځي او د ښوونځیو تدریسي کتابونه پيري.
دا په داسې حال کې ده چې نه یوازې په ننګرهار بلکې د هېواد په زیات شمېر ولایتونو کې زده کوونکي د درسي کتابونو د کمښت له ستونزې سره مخ دي.
پای/وصال

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا