TOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د نړیوالې ټولنې پياوړی ملاتړ او د افغانانو مسوولیت

کابل / د لیندۍ ۵ مه / باختر

په ژنیو کې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو په اړه دوه ورځنی نړیوال کنفرانس پرون پای ته ورسېد. کنفرانس له افغانستان سره د پیاوړي ملاتړ د دوام په شعار سره پای ته ورسېد. نړیوالو د مرستو ټټر وواهه، اوس د افغانانو مسوولیت دی چې څنګه له دغه پیاوړي نړیوال ملاتړه ګټه واخلي او هېواد له اوسني کړکېچه وباسي.

د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:

له کنفرانسه مخکې هم په کور دننه او هم په سیمه ییزه او نړیواله کچه داسې اندېښنې وې چې ښایي نړیوال مرستندویان له افغانستان سره د مرستو د دوام په اړه کومه ژمنه ونه کړي او مخ ترې واړوي. دا اندېښنې او شکونه ناسم وختل او د کنفرانس ګډونوالو او سترو مرستندویانو د راتلونکي کال او همدارنګه نورو څلورو کلونو لپاره له افغانستان سره د مرستو ژمنه وکړه.

د ۲۰۲۱ کال لپاره نړیوالو مرستندویانو ۳،۳ میلیارده ډالره مرسته وکړه او د نورو څلورو کلونو لپاره به دا مرسته تکرارېږي. که موږ د نړۍ او په ځانګړي ډول د سترو مرستندویانو اقتصادي وضعیت ته کتنه وکړو؛ نو ګورو چې کرونا د هغوی اقتصاد ډېر ځپلې دی او دا ستونزه لا دوام لري. نن ګڼ هېوادونه په کور دننه له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي؛ خو له خپلو ستونزو سره سره یې د افغانستان غږ بدرګه کړ او خپلې مرستې یې اعلام کړې. په دغه راز شرایطو کې د هغوی له خوا د مرستو ژمنه، څرګنده خبره ده چې د افغانستان د خلکو د هرکلي، ملاتړ او مننې وړ ده. افغانان حق پېروندنکي خلک دي او هغوی چې په سختو او بدو شرایطو کې ورسره مرسته کوي، نه هېروي او ځانونه یې د احسان پوړوړي ګڼي.

پوره باور دی چې نړیوال له افغانستان سره د مرستو په اړه خپلې ژمنې هرومرو پوره کوي؛ اوس د افغانانو وار دې چې څنګه باید له دغو مرسته پوره او اغېزمنه ګټه واخلي. دا مرستې بې شرطه نه دي؛ بلکې نړیوالو مرستندویانو د خپلو مرستو لپاره شرایط هم ټاکلي دي. تر ټولو ستر شرط د سولې بسیا کېدل او د فساد له منځه وړل دي. نور مسایل هم شته لکه د بشري حقونو رعایت، د ښځو د کار او زده کړې حق، د بیان آزادي او نور؛ خو دوه یې اساسي دي- سوله او د فساد له منځه وړل.

دا ټولو ته ښه څرګنده ده، تر هغو چې سوله بسیا نه شي او جګړه پای و نه مومي؛ نو نه بشري حقونه لکه څنګه چې لازمه ده تامیندای شي او نه هم فساد له منځه تلی شي. همدارنګه که د فساد جرړې ونه ایستل شي؛ نو نه سوله بسیا کېدای شي او نه هم له دغو مرستو سمه او اغېرمنه ګټه اخیستل کېدای شي. دا ټول مسایل سره تړلي دي او هر اړخیز حل غواړي. اوس د دې وخت دی چې افغان حکومت، سیاستوال، د جګړې ښکیل لوري، مدني ټولنه او نور ګڼ جوړښتونه چې په وروستیو ۲۰ کلونو کې په هېواد کې جوړ شوي دي، خپلو مسوولیتونو ته ځیر شي او له دغو میلیاردونو ډالرو ښه او اغېزمنه ګټه واخلي.

موږ باید دا موضوع ښه درک کړو چې د نړیوالو مرستې به تل نه وي. دا مرستې هرومرو یوه ورځ درېږي او موږ مسوولیت لرو چې هغې ورځې ته ځانونه چمتو کړو، موږ باید خپل تولیدی اقتصاد پر پښو ودروو، له خپلو کورنیو ظرفیتونو ګټه واخلو، له خپل بې ساري جغرافیه یي موقعیته ګټه واخلو او د سیمې په اقتصادي، سوداګریز او ترانزیتي اتصال کې کلیدي نقش ولوبوو، موږ باید کورني عواید په سمه او رڼه توګه راټول کړو او د کورنیو عوایدو د هر ډول لوټ تالان مخه ونیسو. دا زموږ مسوولیت دی او باید هغه په ښه او اغېرمنه توګه سرته ورسوو.

پای/ن.ش

 

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا