امنیت

د هرات د ترافيکومدير د اداري فساد په تور ونيول شو

کابل باختر د مرغومي ٢٥ مـــــه

د هرات ولايت د ترافيکو مدير د اداري فساد په تور د پو ليسو له خوا ونيول شو .

پو ليسو د هرات ولايت د ترافيکو په مدير د بډى اخيستنې ، اختلاس او اداري فساد تورونه لګو لى دي

د هر ات ولايت د امنيې قو ما ندا نۍ د امنيت امر دلاور شاه دلاور د باختر له ا طلاعا تي ا ژانس سره په اړيکه کې ددغه ولايت د ترافيکو د مدير نيول تاييد کړل او ويې ويل چې دى د عد لي  څارنوالۍ  لپاره اړونده مرکز ته واستول شو .

د هرات ولايت د امنيې قو ما ندا نۍ د امنيت امر د ترافيکو د مدير پرخلاف د مشخصوتورونو په باب څه ونه ويل ؟ ښايي دده محا کمه ډير ژر پيل شي

 د ترافيکو دغه مسئول د کورنيو چارو وزارت د هيئت له څيړنې وروسته نيول شوى دى

دکورنيو چارو وزارت هيئت د اړوندو ادارو دڅيړلو لپاره هرات ته تللي او لو مړۍ کار يې د ترافيکو له اداري څخه پيل کړى دى

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا