ورزش

د هرات د ‘ساواته سپورټ’ لوبډلې د سرو او سپینو زرو مډالونه وګټل

٤٤- کابل/ د ليندۍ١٦مه/ باختر
د هرات د ساواته سپورټ ‘فرانسوي سوک وهنه’ لوبډلې څلور د سرو زرو او یو د سپینو زرو مډالونه وګټل.
د هرات د ساوته فدراسیون ريیس تورجان بختیاري نن رسنيو ته وویل چې د هرات ولایت څخه شپږ کسيزه ډله یوه اوونۍ مخکې په ساوته سیاليو کې د ګډون لپاره کابل ته راغلې وه.
ښاغلی بختیاري وايي چې په دغو سیاليو کې د هرات لوبغاړو احمد شعیب عثماني، روهین میرزایي، حمید تیموري او جاوېد قادري هر یو د سرو زرو مډالونه خپل کړل، خو عبدالوارث اسحاقزي بیا د سپینو زرو مډال خپل کړ.
د نوموړي په خبره، دغه سیالۍ په کابل کې شوې وې چې د پنځو ولايتونو لوبډلو په کې ګډون کړی وو.
پاى \ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا