
کابل / د لیندۍ ۱۷ مه / باختر
د هرات مرکزي روغتون د لومړي ځل لپاره په داسې ماشين سمبال شوى دى چې د وينې په تېره بيا د کانګو ناروغيو په درملنه کې مهم دى.
دغه ماشين چې نږدې ۵ میليونه افغانۍ ارزښت لري، د کانګو پروژې د هرات حوزوي روغتون ته ورکړی دی.
د “اپير يسيز” ماشين د عامې روغتيا وزارت د ساري ناروغيو د کنټرول رياست پېرودلى دى چې طبي انجنيرانو د هرات په حوزوي روغتون کې ودراوه او د استفادې وړ وګرځېد.
د هرات د حوزوي روغتون يو مسوول باختر آژانس ته وويل چې د دغه ماشين فعاليت د وينې ورکوونکي تبې د ناروغانو د تخصصي درملنې لپاره اغېزمن دى او د اړوندو ماهرانو د تاييد پر بنسټ د وينې ورکوونکو پرمختللو ناروغيو په درملنه کې ارزښتناک رول لري.
ختم- ج -اکرم