خبرونهامنیت

د هرات پولیس: د درېیو سوځول شويو جسدونو په اړه تحقیق کوو

کابل / د لیندۍ ۲۹ مه / باختر
په هرات کې د درېیو کسانو د سوځولو قضیې د څرنګوالي په اړه څېړنې پیل شوې دي.
پولیس وايي چې د دغې پېښې د عاملینو د پېژندنې او نیولو په لټه کې دي.
د هرات په انجیل ولسوالۍ کې پرون د یوې مېرمنې، یو ماشوم او یو نارینه مړي کشف او وموندل شول.
د عدلي طب لومړنۍ څېړنې ښیي چې دغه درې تنه لومړی وژل شوي او وروسته یې مړي سوځول شوي دي.
تراوسه د دغو وژنو انګېزه او د یرغلګرو هویت نه دی څرګند شوی.
د هرات د امیني قوماندانۍ یو مسوول باختر آژانس ته وویل چې د دغې پېښې د څرنګوالي او د عاملینو د پېژندنې او نیولو لپاره یې څېړنې پيل کړې دي.
پای/ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا