خبرونهامنیت

د هلمند په څو پوستو د بريد لپاره د طالبانو طرحه ناکامه شوه

کابل /دمرغومي ٢٢ /باختر
د هوايي ځواکونو چارواکي وايي چې په هلمند کې د افغان ځواکونو پرڅو پوستو د بريد لپاره د طالبانو طرحه ناکامه کړه .
د رارسېدلو خبرونوله مخې ؛ يوه ډله يرغلګر تېره شپه د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار د نواباد په کلي کې راټول شوي و چې د افغان ځواکونو پرپوستوبريدونه وکړ ي. خو د هېواد هوايي ځواکونوپه خپل وخت اقدام وکړ او په يرغلګرو يې بريدونه وکړل.
د هېواد په جنوب لويديځ کې د ميوند قول اردو يو جګپوړي مقام باختراژانس ته وويل چې په دې هوايي بريد کې ٦ وسله وال طالبان ووژل شول او ٥ نور ټپيان شول.
طالبانوتراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يوبل خبرله مخې، افغان ځواکونو د هلممند له ګڼ مېشتو لارو څخه د ٣٣ ماينونو په کشف اوشنډولو سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله . د دغو ماينونود ښخولوپه تور څوک نه دې نيول شوي . پوليس وايي د سيمې اوسيدونکود زياترو دغو ماينونوپه کشفولو کې له امنيتي حواکونوسره همکارى کړې ده .
ختم_ج – ا

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا