امنیت

د هېواد په ختیځ کې د طالبانو چاودېدونکي توکي کشف شول

کابل / د مرغومي ۳ مه / باختر
د هېواد په ختیځ لغمان کې د وسله والوطالبانوچاودېدونکي توکي کشف او ترلاسه شول.
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ وسله والو طالبانو تېره شپه د شپې له تورتم څخه په استفادې سره غوښتل دغه چاودېدونکي توکي بل ځای ته ولېږدوي چې امنیتي مامورین یې پر نیت خبر شول او نښته وشوه چې په پایله کې یرغلګر وتښتېدل، خو د دغو توکو لېږدونکی ووژل شو.
د هېواد په ختیځ کې د سېلاب قول اردو یوه جګپوړي مقام آژانس ته وویل چې په یادو توکو کې د پاکستان ساخت زرګونه کیلوګرامه چاودېدونکي توکي ترلاسه شوي دي.
وسله وال طالبان چاودېدونکي توکي له پاکستان څخه ترلاسه کوي او له هغو څخه بمونه، ماینونه او ځانمرګي واسکټونه جوړوي او په افغانستان کې یې په خپلو بریدونو کې کاروي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای / سعیده

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا