
۳۳- کابل / د مرغومي ۱۷مه / باختر
د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني دېته په پام چې د هېواد په شمال کې زموږ قرغیز وطنوال د ژمي په موسم کې د سړې هوا له ګواښ سره مخ دي؛ دوی ته د بېړنیو مرستو رسولو لارښوونه وکړه.
جمهوررییس غني د جمهوري ریاست لومړي مرستیال ته چې د اضطرار کمېټې ریاست هم په غاړه لري؛ دنده وسپارله چې د هېواد په شمال کې قرغیز وطنوالو ته د بېړنیو مرستو رسولو په خاطر عاجل اقدامات وکړي.#
پای / وهاج