خبرونهفرهنګ

د واټونو د نومولو يو شمېر پيشنهادونه وڅېړل شول

۴۴- کابل / د لیندۍ ۲۵ مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست محمد طاهر زهير په مشرۍ نن د واټونو د نومولو کمېسيون غونډه جوړه شوه.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د کمېسيون غړیو د واټونو د نومولو په اړوند له مرکز او ولايتونو څخه هغه اته پيشنهادونه چې دولتي او غير دولتي بنسټونو دغه کمېسيون ته استولي دي؛ وڅېړل او د هر يو په اړه یې لازم تصميم ونيو.
وروسته په غونډه کې د واټونو د نومولو کمېسيون د کار او چارو د ښه والي په موخه، د یاد کمېسيون د څلور کسیزې کمېټې غړي موظف شول چې د واټونو د نومولو کمېسيون د طرزالعمل د بدلون او تعديل په اړوند کار وکړي او پایلې يې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.
د غونډې په پاى کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د چارو د بهير د ګړندي کولو په خاطر د کمېسيون د غړیو پر هلوځلو ټينګار وکړ.
پاى \ ذ \ ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا