خبرونهفرهنګ

د يلدا شپه په بلخ کې ونمانځل شوه

۳۱- کابل / د مرغومي لومړۍ / باختر
د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست تېره شپه په مزارشريف کې د کال ډېره اوږده شپه (يلدا) ونمانځله.
د باختر آژانس د سيمه یيز خبريال د خبر له مخې؛ د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د يوشمېر بنسټونو په همکارۍ دغه فرهنګي مناسبت د بلخ د يوشمېر مسوولینو، د ايرن د اسلامي جمهوريت د سرقونسل، فرهنګيانو، شاعرانو، ليکوالانو، خبريالانو، ښځو او ځوانانو په وړاندې ونمانځل شو.
د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مطيع الرحمن کريمي د (څلې شپه) د هېواد د ملي او فرهنګي ارزښتونو له جملې څخه وبلله.
په مزارشريف ښار کې مېشت د ايران د اسلامي جمهوريت سرقونسل سيد حسين يحيوي د دغې شپې نمانځل د سيمې هېوادونو په تېره بيا د افغانستان، ايران او تاجکستان او سيمې ګډ ميراث وباله.
په دې غونډه کې ليکوالانو او شاعرانو خپل مطالب او شعرونه ولوستل.
ختم-شکريه-اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا