خبرونهامنیت

د يوې ښځې په ګډون درې تنه  د ناپيژاندو کسانو له خوا ووژل شول

 کابل/ د ليندۍ ٦مه /باختر

ناپيژاندو وسله والو کسانو تېره شپه د تخار د فرخار ولسوالۍ د شينګان په کلي کې  يوه ښځه او دوه نارينه په ډزو ووژل.

د  تخار د امنيې قوماندانۍ  وياند  خليل اسير د باختراژانس خبريال ته وويل چې دغه درې تنه  په يو جرمي دوسيه کې  د  شاهدانو په توګه د تخار محکمې ته تللي و چې  د راستنېدو په وخت کې  د ناپيژاندو وسله والوکسانو له خوا په ډزو ووژل شول.

هغه زياته کړه  د دغې پيښې د عاملينو د نيولو لپاره  هڅې دوام لري.

ختم_ ج_اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا