خبرونهښوونه او روزنه

د ١٣٩٩کانکور عمومي اول نمره د لوړو زده کړو لپاره ترکیې ته تللې ده

کابل/ د مرغومي٢٠مه / باختر
د ترکیې خبري رسنيو خبر ورکړى دى چې د ١٣٩٩ کانکور اول نمره شمسیه علي زاده د دغه هېواد د (جراح پاشا) په نامه طبي پوهنتون کې خپلو زده کړو ته دوام ورکوي.
په کابل کې د ترکیې سفارت هم تائيد کړې چې شمسیه علی زاده د ترکیې هېواد د یو روزنيز پروګرام په چوکاټ کې د لوړو زده کړو په موخه ترکيي ته تللې ده.
علي زاده له ترکي رسنيو سره په مرکه کې ويلي ډېره خوشاله يم چې په ترکیه کې لوړې زده کړې کوم.
شمسيه علي زاده د١٣٩٩ کال د کانکور په آزموينه کې د٣٥٣ نمرو په اخيستو سره دعمومي اول نمره په توګه بريالۍ شوه.
شمسيه د يوې روښانه راتلوونکي جوړولو په خاطر له خپلې کورنۍ سره د غزني له جاغوري ولسوالۍ څخه هرات ولايت ته سفر وکړ او له يوې مودې وروسته کابل ته لاړه.
هغې ويلي دي د کانکور د ازمويني د تياري د نيولو لپاره يې په ٢٤ ساعتو کې يوازې ٤ ساعته خوب کاوه او نور ساعتونه يې درس وايه.
د شمسیې پلار د سمنګنو په دره صوف کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د يوعادي کارګر په توګه کار کوي.
پاى \ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا