سیاستخبرونهټولنه

د ٢٧ دولتي ادارو پر کارکوونکو برېښنايي تذکرې ويشل شوي دي

٤٦- کابل / د لړم ٢٦مه /باختر
د احصاييي او د معلوماتو ملي اداره وايي چې د برېښنايي تذکرو د ويشلو بهير يې چې د ١٣٩٩ کال د تلې د مياشتې له پيل څخه د دولتي ادارو کارکوونکو ته د برېښنايي تذکرو د ويشلو بهير پيل کړى دى تراوسه پورې په کابل کې د ٢٧ دولتي ادارو کارکوونکو ته برېښنايي تذکرې ويشلي دي.
د دغې ادارې يو خبرځاى باختراژانس ته خبرورکړ. د سرحدونو قبايلو، کانونو او پتروليم،مخابراتواومعلوماتي تکنالوژى، د اطلاعاتواوفرهنګ، د ښار جوړولو او اراضى ، د کليو د بيا رغاونې اوپرمختيا، اقتصاد، او د ترانسپورت وزارتونو، د پېښو د څېړنې په چارو کې د دولت د وزارت ، د انتخاباتود خپلواک کمېسيون، د اټومي انرژى ادارې، د انرژى د چارو د تنظيم اداره، د اداري اصلاحاتواوملکي خدمتونو د خپلواک کمېسيون، د ژوندانه د چاپيريال ساتنې ملي ادارې ، د پلټنې عالي اداره، د ملي تدارکاتو اداره، د پايتخت زون د پراختيا اداره ، اطلاعاتوته د لاسرسۍ کمېسيون، د افغانستان د علومو اکادمۍ ، د افغانستان د ستندرد ملي اداره، د کوچيانو د چارو رياست، د اساسي قانون پرتطبيق باندې د څارنې کمېسيون، د انتخاباتي شکايتونو خپلواک کمېسيون ، د افغان پست شرکت، د اترا اداره، د اوسپنې د پټلۍ اداره او د اوبو رسولو شرکت هغه ادارې دي چې د بايومتريک بهير پکې بشپړ شوى دى او زياتره کارکوونکي يې خپلې برېښنايي تذکرې ترلاسه کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په نورو دولتي ادارو کې د يو شمېرکارکوونکو د هويت د تثبيت او د بايومتريک بهير هم ترسره شوې دى او د دولتي ادارو نورکارکوونکي هم ډېر ژر بايومتريک کېږي او خپلې برېښنايي تذکرې به ترلاسه کړي .
دغه راز په ولايتونوکې دولتي کارکوونکي کولاى شي په خپلو اړوندو ولايتونوکې د برېښنايي تذکرو د ويشلو مرکزونوته ورشي د خپل بايومتريک بهير بشپړ او خپلې برېښنايي تذکرې ترلاسه کړي.
ختم_ ج _اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا