خبرونهامنیت

د پاکستاني جګړه مارانو په ګډون ٤۳ طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل / د لیندۍ ۱۵ مه / باختر
په روزګان کې د نويو جګړو په بهير کې د څو پاکستاني جګړه مارانو په ګډون لسګونه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
دغه جګړې تېره شپه او نن سهار په دهراوود او خاص روزګان ولسوالیو او ترينکوت ښار کې رامنځته شوې.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو يو مقام باختر آژانس ته وويل چې په جګړو کې د اتو پاکستاني جګړه مارانو په ګډون ٤٢ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د دهراوود ولسوالۍ د دغو جګړو مرکز و، چېرته چې ځمکني او هوايي ځواکونه هلې ځلې کوي دغه ولسوالۍ د وسله والوطالبانو له شتون څخه پاکه کړي.
وسله والو طالبانو درې اوونۍ مخکې د دهراوود ولسوالۍ د بازار په ګډون د دغې ولسوالۍ ځينې سيمې ونيولې، خو افغان ځواکونو دوه ورځې وړاندې وکولاى شول دغه بازار له يرغلګرو څخه بېرته ونيسي.
د ملي اردو دغه مقام وايي چې د یادو جګړو په بهير کې هوايي ځواکونو د ځمکنيو ځواکونو په ملاتړ پر يرغلګرو بريدونه وکړل.
ويل کېږي په جګړو کې د وسله والو طالبانو څلور پټنځي له ټولو جنګي تجهيزاتو سره يې دړې وړې شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې:
يو وسله وال طالب په روزګان کې د خپل ماين ښکار شو.
دغه وسله وال طالب د دهراوود ولسوالۍ په ځينو سيمو کې د وسله والو طالبانو ډلګيو ته د ماينونو او بمونو په لېږدونې بوخت و چي يو بم وچاودېد او هغه يې وواژه.
ختم- ج -اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا