خبرونهفرهنګ

د پرتونادري ( شعر پایدار افغانستان ) شعري ټولګې مخکتنه وشوه

 کابل /د ليندى ٢٠مه /باختر

د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت  سرپرست  محمد طاهر زهير  د پرتو نادري ( شعر پايدار افغانستان ) شعري ټولګې  مخکتنه وکړه .

د باختراژانس د خبرله مخې؛  د شعر پايدار افغانستان  شعري ټولګه  چې د پرتو نادري  اثر دى   په ٧٣٠ مخونو کې  چاپ شوى دى.

د دغه شعري ټولګې  د مخکتنې  په غونډه کې  چې د يوشمېر شاعرانو، ليکوالو او د فرهنګي شخصيتونو په ګډون په کابل کې جوړه شوه، د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست (  د شعرپايدار افغانستان ) شعري ټولګې د ليکلو په برخه کې د پرتو نادري  هلې ځلې  او د هغه د فرهنګي فعاليتونو قدرداني وکړه او ويې ويل: زموږ شاعران او ليکوالان پرموږ حق لري  چې په بېلابېلو مناسبتونو د هغوى  د کارونو د قدردانى په  خاطر دغه شان غونډې جوړې کړو.

هغه  په افغانستان کې د مقاومت د شعر په اړه  معلومات ورکړل اوويې ويل:  څه ناڅه ٤٠ کلونه کېږي چې موږ د ناخوالو او ستونزو په وړاندې  ولاړ يو او دا په  هر پړاو کې خپله د دې سبب شوي  چې شعر توليد شي.

د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت  سرپرست   ټينګار وکړ  چې  ښه سوکاله او هوسا  حالت د هېواد د خلکو د هلوځلو په نتيجه کې رامنځته کېږي اوموږ کولاى شو د نورو له تجربو څخه  په استفادې سره  ځان ته  ښه حالت رامنځته کړو چي په دې لړ کې فرهنګی کارونه، فرهنګی وده او د فرهنګی غونډو جوړول د ټولنې په نورو برخو کې د بدلون پيلامه ده.

دغه راز په دې غونډه کې د هېواد فرهنګي شخصيتونو ډاکټر قمبر علي تابش ، محمد اسحق فايز، ډاکټر شمس الحق آرينفر په وار سره  د پرتو نادري  د شعري ټولګې په اړه معلومات ورکړل  او په دې برخه کې يې خپلې نظريې څرګندې کړې.

په همدې ترتيب د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت  د خپرونو چارومعين عبدالمنان شيواي شرق هم  په خپلو خبروکې  د پرتو نادري  د فرهنګي کارونو قدرداني وکړه او يوه ستره ستونزه یې په هېواد کې فرهنګ ته نه پاملرنه  او په حاشيه کې د فرهنګ پاتې کېدل وبلل.

د غونډې په پاى کې مسوولينو د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت تنديس پرتو نادري ته ورکړ.

ختم_ ج _اکرم

 

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا