سیاستخبرونه

د پروان خلکو په هېواد کې د اوربند غوښتنه وکړه

۳۰- کابل / د مرغومي ۲۱ مه / باختر
د پروان خلکو د ملي روغې جوړې عالي شورا له استول شوي پلاوي سره په يوه غونډه کې په هېواد کې د اوربند او سولې د ټينګښت غوښتنه وکړه.
د هېواد د ملي روغې جوړې عالي شورا تخنيکي پلاوي د سولې په اړه د پروان د بېلابېلو قشرونو د وړانديزونو او نظريو د اورېدو لپاره دغه ولايت ته سفر وکړ.
د غونډې په پيل کې د پروان والي فضل الدين عيار د سولې په بهير کې د پروان د خلکو د نظريو او وړانديزونو د ترلاسه کولو په خاطر د ملي روغې جوړې عالي شورا له طرحې څخه په قدرداني سره ويلي دي چې د افغانستان خلک په تېره بيا د پروان خلک په هېواد کې د تېرو شلو کلونو د برياليتوبونو په ساتنې سره د دايمي سولې د ټينګښت غوښتنه کوي او بايد په دوحه کې د سولې په خبرو کې په لومړي ګام کې د اوربند په اړه خبرې اترې وشي.
يوشمېر ديني عالمانو له دغه پلاوي سره په خپلو کتنو کې په دوحه کې د سولې د خبرو هرکلي وکړ او ويې ويل: د سولې بهير بايد د يوشمېر کسانو د شخصي ګټو قرباني نه شي.
هغوى وويل چې په لومړي ګام کې د وينې توييدنې مخه ونيول شي او اوربند ټينګ شي.
په همدې حال کې د پروان د مدني ټولنې يوشمېر غړیو، د پوهنتون استادانو، ښځو او مشرانو له دغه پلاوي سره په خپلو کتنو کې د خپلو پيشنهادونو او نظريو په شريک کولو سره د هېواد له سياستوالو هم وغوښتل چې د سولې د ټينګښت لپاره صادقانه هلې ځلې وکړي.
هغوى بېوزلي او وزګارتيا په هېواد کې د جګړې او تاوتريخوالي د زياتېدو له عواملو څخه وبلل او ويې ويل چې د طالبانو ډله له دغه حالت څخه ناوړه استفاده کوي او د افرادو په جذبولو لاس پورې کوي او له هغوی څخه د جګړې په ډګرونو کې د دولتي ځواکونو پرخلاف استفاده کوي.
ختم -ج- ا

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا