امنیت

د پوليسو يو منسوب په نيمروز کې شهيد کړاى شو

٤٥- کابل/ د ليندۍ١٦مه/ باختر
د پوليسو يومنسوب پرون په نيمروز کې شهيد کړاى شو.
د نيمروز د امنيې قوماندانۍ يو مسوول باختراژانس ته وويل؛ د زرنج ښار د لومړۍ حوزې له جنايي جرمونو سره د مبارزې د مديريت دغه غړى هغه وخت ووژل شو چې ناپېژاندو وسله والو پرې ډزې وکړې.
خبرځاى وويل د دغې پېښې دعاملانو د پېژندنې او نيولو لپاره څېړنې دوام لري.
پاى \ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا