امنیت

د پولیسو یو سرتېری په کابل کې شهید شو

کابل / د مرغومي ۳ مه / باختر
د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې د پولیسو پر یو رنجرموټر د ځای پرځای شوي ماین په چاودنه کې د پولیسو یو سرتېری شهید کړای شو.
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز د باختر آژانس خبریال ته وویل: نن سهار ۶ بجې او ۵۵ دقیقې د کابل ښار په ۱۲مه ناحیه کې د پولیسو پر یو رنجر موټر ځای پرځای شوي ماین وچاودېد.
فرامرز زیاته کړه: د ماین په چاودنه کې د پولیسو یو سرتېری شهید شو او دوه نور یې ټپیان شول.
کابل په ورستیو میاشتو کې د زیاتو تروریستي چاودنو ډګر و.
پرون د کابل ښار په اوومه ناحیه کې د څرخي پله د جېل د کارکوونکو په موټر کې ځای پرځای شوی ماین وچاودېد چې په پایله کې پنځه تنه شهیدان شول.
تېره اوونۍ هم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د موټربم په چاودنه کې ۱۰ تنه شهیدان او څه د پاسه ۵۰ نور ټپیان شول.
پای/ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا