ټولنه

د پوهنوال ډاکټر ګل حسن ولیزي د وفات په مناسبت د افغانستان اسلامي جمهوريت د جمهوررییس محمد اشرف غني د غمشریکۍ پیغام

کابل / د مرغومي ۲۳ مه / باختر
په ډېرې خواشینۍ سره مې اطلاع ترلاسه کړه چې د شیخ زاید پوهنتون مخکېنی رییس پوهنوال ډاکټر ګل حسن ولیزی د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شوی دی.
انا لله و انا الیه راجعون
پوهنوال ډاکټر ګل حسن ولیزي د لوړو زده کړو وزارت د معین او د شېخ زاید پوهنتون د رییس په توګه د لوړو زده کړو په برخه کې هېواد او هېوادوالو ته د قدر وړ خدمتونه وکړل. د پرمختللي افغانستان، هوسا او بسیا ټولنې په موخه یې د تدریس له لارې د هېواد ځوان نسل په مسلکي روزنه او د خدمت او وطنپالنې پر ملي روحیه سمبال کړ. د هغه مړینه د هېواد د اکاډمیکي کورنۍ لپاره لویه ضایعه ده.
د ارواښاد پوهنوال ډاکټر ګل حسن ولیزي کورنۍ، دوستانو، شاګردانو، د شېخ زاید پوهنتون او د لوړو زده کړو وزارت رهبري او ټولو هېوادوالو ته د نوموړي د وفات له امله د ډاډګیرنې او خواخوږۍ مراتب څرګندوم او د خدای تعالی (ج) په دربار کې ارواښاد ته د فردوس جنت هیله کوم.
پای/ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا