سیاستTOP

د څرخي پله زندان پر ډاکترانو د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

٥٤- کابل/ د مرغومي ٢مه / باختر
د افغانستان دښمنانو د خپلو جنایتونو په دوام نن سهار د کابل ښار په اوومه ناحیه کې د څرخي پله زندان د ډاکترانو پر موټر چاودنه کې ډاکتران او زموږ یو شمېر هیوادوال شهیدان او ټپیان کړل.
د جمهوررييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
جمهورريیس غني د دې برید د غندلو پر مهال وویل، پر عامو خلکو، ډاکترانو او روغتیاپالانو چې بشري اسانتیاوې او خدمات برابروي، دغه وړ ترهګریز برید غیر اسلامي او غیر انساني عمل دی او هیڅ ډول توجیه نه لري.
جمهورريیس غني وویل، د طالبانو په ګډون په مخامخ جګړه کې ماتې شوې تروریستي ډلې او ګروپونه چې په لویو لارو، ښارونو او عامه ځایونو کې له ولس سره په جګړه اخته دي، دا د دوی د ذلت او ماتې نښه ده. امنیتي او دفاعي ځواکونه به هغوی په هر ځای کې پیدا او د خپلو ناوړه اعمالو په سزا به ورسوي.
د هیواد جمهورريیس د یادې پېښې د شهیدانو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ او همدردۍ ژور مراتب څرګندوي او ټپیانو ته د خدای تعالی په دربار کې د روغتیا دعا کوي.
پاى- ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا