خبرونهامنیت

د چهار درې ولسوالۍ امنيه قوماندان شهيد شو

کابل/ د مرغومي ٢مه / باختر
د کندز د چهاردرې ولسوالۍ امنيه قوماندان تېره شپه له خپلو دريو افرادو سره يې شهيد کړاى شو.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ د کندز د امنيې قوماندانۍ مسوولين وايي چې د کندز د چهاردرې ولسوالۍ امنيه قوماندان محمد عمر صالح له دريو افرادو سره يې د دغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې له وسله والو طالبانو سره په جګړه کې شهيد شو.
ويل کېږي په دې جګړه کې وسله والو طالبانو ته هم د سر زيان اوښتي دى خو دقيق شمېر يې معلوم نه دى.
پاى \ ج\ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا