امنیت

د ژيړي ولسوالۍ د سيمه یيزو پوليسو يو مسوول ووژل شو

۳۷- کابل / د لیندۍ ۲۳ مه / باختر
د قندهار د ژيړي ولسوالۍ د سیمه ییزو پوليسو یو مسوول د يرغلګرو په بريد کې ووژل شو.
پر شمس الله اڅکزي نن له غرمې مخکې کله چې په کزمه بوخت و، د يرغلګرو له خوا بريد وشو او ووژل شو.
د قندهار د ژيړي ولسوالۍ يو مسوول د شمس الله وژل کېدل تاييد کړل.
هغه وسله وال طالبان د پوليسو د دغه افسر د ترور مسوولین وبلل.
د قندهار د امنيې قوماندانۍ او د والي دفتر تراوسه دغه پېښه نه ده تاييد کړې.
افسر شمس الله له ډاراچونکو سره په جګړه کې د يو مېړني په توګه يادېده.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم-شکريه -اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا